د فراه ولايت د بکواه ولسوالۍ د شنبې ميلې او حاجي سخي جان اکا په کليو کې د ۱۱ میلیونه ۳۹۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو رغنيزې چارې پيل شوې. د دغو شبکو د پرانيستې پر مهال د فراه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم سرهنګ وويل، چې دغه شبکې د يونيسف ادارې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه ۳۹۱ زره افغانیو په لګښت جوړېږي او پرمټ به یې د دې کليو ۴۶۶ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. نوموړي همدارنګه زياته کړه، فراه ولایت د اوبو له کمښت سره مخ دی، خلک يې د څښاک پاکې اوبه نه لري، چې دغو ستونزو او اړتياوو ته په کتو به روان کال نورې رغنيزې پروژې هم پلې شي.
































