په جوزجان ولایت کې د شاتو مچیو فارم لرونکي، د شاتو بازار له پيکه کېدو شکایت لري. د دوی په وینا د اقتصادي ستونزو له امله خلک لږ شات پيري. دوی وايي، په کور دننه تولید شوي شات د وارېدېدونکو شاتو په په پرتله ارزانه او با کیفیته دي او هېوادوال باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي. خو د جوزجان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او د شاتو مچیو روزونکو د ملاتړ په موخه ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لري. دا مهال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو درې فارمونه فعالیت لري.
































