د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د تمویل او مشارکتونو رییسه، لیزا ډاوټن د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې د افغانستان نږدې ۵۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. نوموړې ویلي، نږدې ۵۰ سلنه نفوس چې ۲۳.۷میلیونه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا په نړۍ کې د اړمنو درېیم تر ټولو لوی شمېر دی. د هغې په خبره نیم نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي. له هرو څلورو افغانانو یو یې نه پوهيږي، چې خواړه به له کومه کوي. د لیزا ډاوټن په خبره، له ۱۹۵۰ زېږیز کال راهیسې د افغانستان ځینو برخو کې د تودوخې کچه د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره لوړه شوې ده.
































