د روغتیا نړۍوال سازمان مشر، ټیډروس ادهانوم وایي، د سرطان، زړه ناروغانو، رواني ناروغانو او جګړو د ټپیانو په ګډون څه د پاسه ۱۰ زره تنه باید د روغتیایي پاملرنې په موخه له غزې و ایستل شي. ټیډروس ادهانوم پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، تېره میاشت کې د رفح پولې تر تړلو راهیسې هیڅ ناروغ د درملنې لپاره له غزې نه دی ایستل شوی. د روغتیا نړۍوال سازمان مشر زیاته کړې چې نورو هېوادونو کې د لا ښې درملنې په موخه باید د ناروغانو او ټپیانو لپاره د رفح په ګډون ټولې ممکنې لارې پرانیستل شي.
































