د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د کتاب نندارتون پرانیست. نوموړی وايي، سرپرست حکومت د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د لوست فرهنګ پراختیا او پرمختګ ته ژمن دی. نوموړی وايي، اطلاعاتو او کلتور وزارت د شته امکاناتو له مخې له خصوصي ناشرانو څخه ملاتړ او ورسره مرسته کوي. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزسر د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ ته په سفر کې د ډيورنډ فرضي کرښې څخه هم لیدنه کړې ده.
































