د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه ۹۶۰ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي. دغه وزارت زیاته کړې؛ ۸۵۰ افغان کډوال د نیمروز ورېښمو پل او ۱۱۰ تنه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي. دغه راز د کډوالو چارو وزارت وایي، چې یو شمېر راستانه شوي هېوادوال د اړینو مرستو ترلاسه کولو په موخه مرستندویه سازمانونو ته ورپېژندل شوي دي.
































