د سعودي ولیعهد له قمر جاوید باجوه سره له لیدنې ډډه کړې. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز، چې په یو سفر سعودي ته تللی و، خو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له نوموړي سره له لیدنې ډډه کړې او یوازې د سعودي د دفاع مرستيال وزیر ورسره لیدلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې له پاکستان سره د سعودي له خوا د مرستو لړۍ درېدو په تړاو هم راپورونه خپاره شوي دي، خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي له سعودي عربستان سره یې اړیکې ښې دي. عمران خان ویلي سعودي عربستان تل په سختو ورځو کې د پاکستان لاسنیوی کړی دی او اوس هم ددواړو لورو ترمنځ اړیکې ښې دي.
































