افغانستان او د نړۍ په ګڼو نورو ځایونو کې د افغان لوبډلې نننۍ بریا په پراخه کچه ستایل شوې او خلک یې په اړه خوښي څرګندوي. د افغانستان کرکټ بورډ د خوست، زابل او پکتیکا ولایتونو ویډيوګانې خپرې کړې، چې خلک پکې د اسټرالیا ماتول په ولولو نمانځي. په ټولنیزو رسنیو کې نړیوال هم د افغانستان په دغه بري حیران شوي شوي دي. د هند پخواني کرکټر وسیم جعفر پاکستاني رسنیو ته په اشارې لیکلي، د افغانستان داسې بریاوې ته د توقع خلاف بری مه وایئ، افغانان د نړۍ هره لوبډله ماتولی شي، او نن یې بیا دا ثابته کړه. انګلنډ مېشتي د کرکټ مبصر مېچل واغان لیکلي، افغانستان له داسې لوبې او بري سره د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو زرین چانس لري
































