د سولې ولسي مجمع غړو یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو ټینګار وکړ او له ولسمشر غني یې وغوښتل څو نور د سولې بهیر ونه ځنډوي او د بندیانو په خلاصون سره د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته زمینه برابره کړي. دوی وايي نور د بندیانو خلاصون پر وړاندې هېڅ ډول بهانه نه ده پاتې او که استقلالیت لري نو خپل صادر شوی فرمان دې تطبیق کړي. دوی وايي چې د سولې د ټینګښت لپاره باید د باور فضا رامنځته شي. د سولې ولسي مجمع وايي داچې ظاهرآ د دوه سفارتونو په غوښتنه د بندیانو د ازادولو بهیر نه پیلیږي او د مشورتي لويي جرګې پرېکړې ته سپکاوی کیږي، د افغانانو لپاره د منلو نه ده. د ولسي مجمع غړي غړي همدا راز د ولسمشر غني پر هغو څرګندونو غبرګون ښيي، چې د پاتې طالب بندیانو په خلاصون سره به اروپا او بریټانیا ته د د نشه یي توکو د قاچاق یوه نوې څپه پیل شي.
































