د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د ١١٥ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې نږدې پنځلس زره زده کوونکو ته د زده کړې مناسب او خوندي چاپېریال برابر شي. په دغو پروژو کې ۶ ښوونځیو ته د ټولو ملحقاتو په لرلو سره د ودانیو او ۹ نورو ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو ، د پاکو اوبو د څاګانو کېندل، د لمري برېښنا فعالول او نور د اړتیا وړ ملحقاتو جوړول شامل دي. د نوموړو پروژو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې په بشپړېدو سره به یې نږدې پنځلس زره زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي. د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په نږدې ورځو کې به د ۸ نورو ښوونځیو ته هم د ودانیو جوړولو کارونه پیل شي.
































