د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ثابته شي چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د بریدونو لپاره نورو هیوادونو انعامونه ټاکلي دي، امریکا به غچ ورڅخه واخلي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ترمپ په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د خپل هیواد د استخباراتي ادارو د راپور په اړه یې دریځ بدل شوی او که نه. مخکې ټرمپ د استخباراتي ادارو دا راپور نه و تایید کړی چې ویلي یې و روسیې پر امریکايي پوځیانو د بریدونو پر وړاندې طالبانو ته انعامونه ټاکلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم دا راپورونه تایید کړي او ویلي یې دي چې ورته کار ایران هم کړی دی. خو ټرمپ، چې په امریکا کې له روسیې سره د ځانګړو اړیکو په لرلو تورن دی، د روسیې له لوري د طالبانو د ملاتړ راپورونه نه تاییدوي او ویلي دي چې پر هغو باور نه کوي.































