د سعودي عربستان د روغتیا وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ۸۳ سلنه مړه شوي هغه حاجیان دي چې له دوی سره رسماً د حج کوونکو په توګه نه وو ثبت شوي. دغه حاجیان تر ډېره په سره لمر کې د اوږده واټن قدم وهلو له کبله مړه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د مړو شویو حاجیانو څه باندې ۵۰ سلنه یې د مصر هیواد اتباع دي. د مالوماتو له مخې سعودي عربستان له ۱۶ مسافرتي شرکتونو څخه د دې لپاره جوازونه اخیستي چې یو شمېر حاجیانو ته یې په غیر رسمي ډول عربستان ته د سفر زمینه برابره کړې وه.
































