د الفلاح په نوم د یوه کورني شرکت مسوولینو د سرپرست حکومت له اداري مرستيال سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کانونو استخراج او ساختماني موادو تولید په برخو کې د شته اسانتياوو او فرصتونو څخه په استفادې غواړي، دې برخه کې پانګونه وکړي. ورته مهال په دې لیدنه کې اداري مرستیال ویلي؛ په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او سرپرست حکومت د ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو بشپړ ملاتړ کوي.
































