د ټرافیک پولیسو د عمومي ریاست وايي چې، په ټول هېواد کې د لوی اختر په ورځو کې د ۹۷ ټرافیکي پېښو له امله ۴۸ تنه مړه شوي او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي. خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ټرافيکي پېښو له عمده لاملونو بلل کېږي. بل خوا یو شمېر هېوادوال په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لامل د بې اسنادو موټرو ډېروالی ګڼي. تر دې وړاندې د ټرافیک پوليسو عمومي رياست په هېواد کې د ټرافيکي پېښو د مخنيوي په موخه د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړی و او زياته کړې یې وه چې، د برېښنايي مديريت طرحه به د هېواد په پنځو لويو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ټرافيکي پېښې پهکې شوي، پلې شي.
































