د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس نثار احمد نجات وايي، پرون ناوخته د دغه ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د جګ اورګوړ په سیمه کې پر يو کور د غره يوه څنډه را ښویېدلې چې له امله یې، د يوې کورنۍ ۷ غړو پکې خپل ژوند بايللی دی. نجات زياتوي، چې په مړه شويو کسانو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان شامل دي. هغه همداراز وايي، تېره ورځ د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې هم يو ماشوم سيلابي اوبو وړی او مړ دی.
































