د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون د یکشنبې په ورځ، ۱۰۴۱ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه او ۸۱ نور په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت په وینا؛ له یو شمېر راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرسته شوې او یو شمېر نور یې د اړینو مرستو ترلاسه کولو په موخه مرستندویه سازمانونو ته ورپېژندل شوي دي.
































