د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر ولسمشر ټرمپ سختې نیوکې کړې دي. د هغه په خبره ټرمپ له ولسمشرۍ سره د يوې تلويزيوني نندارې په ډول چلن کوي. اوباما پر ټرمپ باندې د ناکامۍ تور لګوي. هغه د یوې ويډيو له لاري ګوندي استازو ته ویلي، چې ټرمپ خپله وظيفه په ښه ډول سرته نه ده رسولې او په دنده کې د هغه د پاته راتلو عواقب ډير ستونزمن دي. اوباما ویلي، د ولسمشر په توګه د هغه پاتې کېدل د ډيموکراسۍ لپاره يو خطر دی. د اوباما د څرګندونو په ځواب کې ولسمشر ټرمپ ویلي، چې د هغه بد وضعیت له امله ټاکل شوی چې اوباما امریکایانو ته پرې اېښی دی.































