د جنوبيافریقا یو شمېر پانګوالو او د روغتیا برخې متخصصینو د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د افغانستان کانونو په استخراج او پروسس پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. دغه راز د یاد هېواد متخصصینو ویلي، غواړي چې له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ افغانستان کې د روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي. په دې لیدنه کې اقتصادي مرستیال د جنوبي افریقا پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال کولی شي له دې فرصت څخه استفاده وکړي.
































