په ننګرهار ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د اوړي موسم د تازه ميوو يو ورځنی نندارتون جوړ شو. د ننګرهار مرستیال والي، له دغه نندارتون څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د دغه نندارتونو له جوړولو موخه په دغه ولایت کې د بڼوالۍ پراختیا ده. نوموړي له پانګوالو وغوښتل، چې د ننګرهار اب وهوا ته په کتو دې د باغدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي. د ننګرهار د کرنې رییس وايي، په دغه نندارتون کې ۹ ډوله بېلابېلې تازه میوې چې د اوړي په موسم کې ننګرهار کې کېږي، نندارې ته اېښودل شوي دي. ننګرهار کې داسې مهال د تازه میوو نندارتون جوړیږي، چې په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځمکه د میوه لرونکو بوټو باغونه جوړ شوي او میوه یې د ننګرهار سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي، چې تر ټولو مهمه یې ستروس دي.
































