په کابل کې یو شمېر متقاعدینو یوځل بیا د خپل تقاعد د نه ورکړې له امله اعتراض کړی. دوی وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې، څو ځلې وزارتونو او نورو بنسټونو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پاملرنه، نه ده شوې. مقتاعدین چې هر یو یې څه باندې ۵۰ کاله عمر لري، وايي، په دې عمر کې هېڅ عاید نه لري او څه باندې تېرو دوو کلونو کې د تقاعد حقوق هم نه دي ورکړل شوي. دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې د تقاعد د حقونو برخلیک یې روښانه کړي. که څه هم د سرپرست حکومت له لوري، د ۱۴۰۳ کال بودجه توشیح شوې خو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې یا نه ورکړې برخلیک نه دی روښانه شوی.
































