د افغانستان کرکټ وايي، په افغانستان کې د نشه یي توکو او جرم لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سره په ګډه همکارۍ د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه چې د نشه یي توکو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د کرکټ یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړي. دغه لوبه د یادې ورځې د نمانځنې او په دې برخه کې ځوانانو ته د عامه پوهاوي په موخه د “د نشه يي توکو له کارونې د مخنيوي ملاتړ وکړٸ” تر شعار لاندې په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې د ملي لوبډلې او کورني کرکټ یو شمېر پیاوړي لوبغاړي د یو بل پر وړاندې ولوبېږي. دغه لوبه به سبا د چهارشنبې په ورځ، د جون میاشتۍ په ۲۶مه نېټه د ماسپښین په یوه بجه پيلیږي. هر کال په ټوله نړۍ کې په دې موخه نمانځل کېږي ترڅو ځوان نسل د نشه یي توکو له کارونې راوګرځول شي او سالم ژوند ولري.
































