د بغلان ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت ځایي امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د بغلان د خوست ولسوالۍ اړوند په کوتل سچي سیمه کې د فیلډر ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې، چې په کې د ښځو په ګډون ٦ تنه مړه شوي او د ماشومانو په ګډون ٣ نور ټپیان شوي دي. د پېښې ټپيان د بغلان د خوست ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي. د یاد ولایت ځایي چارواکو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې ده.
































