د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تقنیني فرمان په لاسلیک کولو سره د استانبول کاریه تاریخي جومات د عبادت کوونکو پر مخ د پرانیستلو پرېکړه وکړه. د دغه هېواد محکمې د کاریه تاریخي جومات په اړه چې په ۱۹۴۵ کال د وزیرانو د شورا حکم چې له مخې يې جومات په موزیم او د موزیم په ډیپو بدل شوی و، لغوه کړ او له دې وروسته به پکې مسلمانان عبادت کوي. ولسمشر اردوغان په دغه فرمان کې د کاریه تاریخي جومات چارې د ترکیې د دیني چارو ریاست ته وسپارلې. د کاریه جومات چې په شپږمه پېړۍ کې د کاریه کلیسا په توګه جوړ شوی وو د استانبول له فتحې وروسته په ۱۵۱۱میلادي کال کې د سلطان دویم بایزید د صدراعظمانو نه عطیق علي پاچا لخوا په جومات واړول شو. دغه جومات د ۱۹۴۵ میلادي کال د اګست په دویمه نېټه د وزیرانو شورا د پرېکړې سره د کاریه جومات په موزیم واړول شو. دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې تیره میاشت د ایا صوفیه تاریخي جومات هم له سره د عبادت پر مخ پرانیستی وو.
































