د فراه ولایت سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د یوه چکډېم د جوړولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم سرهنګ ویلي چې د یاد ولایت په شېبکوه ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه ۵۶۳ زره افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. هغه زیاته کړې چې یاد چکډېم ۳۸ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري چې د ۸ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. د یاد ولایت د شيبکوه ولسوال محمد نايب عدالت بيا وايې؛ چې د دغه چکډېم په جوړېدو سره به نه يوازې د اوبو سطحه لوړه شي، بلکې بزګرانو ته به هم ګڼ سهولتونه رامنځته شي.
































