د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي. دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوري جوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاري او همغږي لا پراخه او پياوړې شي.
































