د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۳۳ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۸۹۴ ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۰۷ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۳۳ يې مثبتې دي. تر دې دمه په هېواد کې۲۷۹۹۰ تنه بېرته له کرونا وبا څخه روغ شوي دي. عامې روغتیا وزارت څه موده مخکې ویلي وو، که چېرې هېوادوال د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
































