د جوزجان امنیتي مسوولینو د شبرغان- مزارشریف پر لویه لاره په ۲ جلاجلا ترافیکي پېښو کې د ۱۲ تنو د ټپي کېدو خبرورکړی دی. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې لومړۍ پېښه پرون د جوزجان د آقچې ولسوالۍ په سه سرکه سیمه کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې د ۳ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي او دویمه پېښه هم پرون له غرمې وروسته د یاد ولایت د خانقا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې ۷ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه بلل شوی دی. د یادې پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































