د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیا پيل ننګه کړې ده. پومپيو پرون په نیویار کې د ملګرو ملتونو سازمان مقر ته ورغلی و او امنیت شورا ته یې یو لیک سپارلی دی. امنیت شورا ته په لیک کې پومپیو غوښتي چې ایران په خپلو ژمنو نه دی ولاړ او باید بیا بندیزونه پرې ولګول شي. پومپیو داسې مهال پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو غوښتنه کړې چې په دغه هېواد د وسلو د تحریم د پرېکړه لیک تمدید ته چې امریکا یې وړاندیز کړی و چا رایه ورنه کړه.
































