د صنعت او سوداګرۍ وزارت په غزني کې د ګنجینې په نوم درې ورځني نندارتون پرانیست. دغه وزارت وايي، په دې نندارتون کې ۸۰ غرفې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره اېښودل شوې، چې ۳۲ یې ښځینه سوداګرو ته ځانګړې شوې دي. د ګنجینې نندارتون په پرانیست غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، چې دغه وزارت سږکال د ۵۰ ملي او نړیوالو نندارتونو د جوړېدو پلان لري. قدرتالله جمال دغه راز زیاته کړې ده، چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره يې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نندارتونونه جوړ کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، ددې نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، د ملي صنعت ترویج، له کورنیو تولیداتو څخه د خلکو د استفادې تشویق او د سوداګرو ترمنځ د بازارونو ارزونه ده.
































