د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) پر خپله اېکس پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې هره ورځ په افغانستان کې له ۷۰۰زره څخه زیاتو هلکانو او نجونو ته د خوراکي توکو مرستې وېشي. یاد سازمان ویلي، چې دا خوراکي توکي د ښوونځي هلکانو او نجونو سره مرسته کوي چې فعال پاتې شي او ښه زدهکړه وکړي. تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰ زره نجونو او هلکانو ته د مرستو د وېش اعلان کړی و او ویلي یې وو چې هېڅ ماشوم باید له لوږې ښوونځي ته لاړ نه شي. بلخوا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د څانګې مشرې منا شیخ خبر ورکړی، چې یوازې سږ کال به په افغانستان کې د ۱.۶ میلیونه ماشومانو په خوارځواکۍ اخته ماشومان درملنه شي.
































