د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې پرې پاکستان هره ورځ راکټي بريدونه کوي، خو حکومت يې پر وړاندې چوپ پاتې دى. د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستان د راکټي بريدونو په غبرګون کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو وويل چې په دې وروستيو کې هره ورځ پاکستان پر دې ولسوالۍ راکټي بريدونه کوي. دوی وويل چې د يادو بريدونو له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي. بل لور ته د پکتيکا امنيه قوماندان نثاراحمد عبدالرحيمزى بيا وايي چې د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې چوپه خوله نه پاتې کېږي.
































