په کندهار ولایت کې د بېوزلو او غریبانو سره د مرستې کولو نوې جوړې شوې ادارې تر دوه زره زیاتې اړمنې کورنۍ ثبت کړې او هره میاشت ورسره د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي. د یادي ادارې مسوولین وایي، چې د کندهار ښار له ټولو سیمو یې سوال کوونکي ښځینه او نارینه راټول کړي او ټول یې بایمیټریک کړي او ورسره هره میاشت د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي. د یادولو وړ ده، چې د دې مرستو په لړ کې پرون له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو څلورـ څلور زره افغانیو او دغه راز د اوړو او غوړیو مرسته شوې ده.
































