پاکستان وايي تورخم کې د ترانزېټ او باروړنکو موټرو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابروي او په غلام خان بندر کې به د ترانزیت په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي. پاکستاني چارواکو ویلي، اوسمهال په تورخم کې د افغان سوداګرو تر درې زرو پورې کانټینرې بند پاتې دي او دوی پلان لري چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره دغه ستونزه ختمه کړي. دوی وايي، د شمالي وزيرستان د غلام خان له لارې د ترانزېټ لپاره له افغان چارواکو سره خبره کوي او د جنوبي وزيرستان د انګور اډې او د کرمې د خرلاچي لارې ته به روانه اوونۍ یو پلاوی ولیږي. سوداګر وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ دې له سیاست نه لرې وساتل شي او د شویو ژمنو عملي کولو لپاره دې ګامونه پورته کړل شي.
































