کورنیو چارو وزارت وایي چې په دندو کې د غفلت له امله د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې حوزې امرین له دندو لرې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې دغه پریکړه د وزارت د امنیتي مرستیال پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسوولینو سره دلیدنې پر مهال وکړه. هغه زیاته کړه چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول. امنیتي مرستیال د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار دامنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې زیاتې کړي. دغه راز په یاده غونډه کې پریکړه شوې چې د کابل ښار د امنیتي حوزو ټولې لوجستیکي ستونزې وارزول شي او په دې برخه کې عملي اقدامات وشي. د یادو حوزو امرین او منسوبین داسې مهال له دندو ګوښه کیږي، چې څو ورځې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱مې ورځې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو ۱۶ توغندي توغول شوي وو، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي وو.
































