د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دیارلسو غړو په لیک کې د ایران پر وړاندې د امریکا وروستي اقدامات غیر قانوني بللي دي. دغه هېوادونه وايي چې په امنیت شورا کې به د امریکا د بندیزونو له طرحې او ماشې میکنایزم سره موافقت و نه کړي. په دغه هېوادونو کې برېتانیا، فرانسه، المان، بلجیم، چین، روسیه، ویتنام، نایجریا، سنت وینسنت، جنوبي افریقا، اندونیزیا، استونیا او تونس شامل دي. د رویټرز د راپور له مخې دوی په بېلو لیکونو کې ملګرو ملتونو ته ویلي چې امریکا له ایران سره له اټومي هوکړې وتلې ده نو ځکه د ماشې له میکانیزم او دغه راز پر ایران د تسلیحاتي بندیزونو غوښتنه نه شي کولی. دوی ټینګار کړی چې د امریکا نورو بندیزونو او تګلارو ته به مثبته رایه ور نه کړي.
































