امریکا وایي زرګونه عسکر یې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته له افغانستان ایستلي دي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دوی د سرتېرو شمېر کم کړی دی خو پر وړاندې یې د خپلو پوځیانو وړتیا لوړه کړې ده، څو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړی شي. جاناتن هافمن وایي امریکایي سرتېري له ۵ نظامي اډو وتلي دي او دغه اډې دمګړی افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي. دده په خبره له مارچ میاشتې راپدېخوا زرګونه عسکر وتلي چې په دې سره د سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته شوی او دا شمېره به نوره هم کمېږي. هغه په دقیقه توګه نه دي ویلي چې څومره سرتېري یې وتلي خو ویل کېدل چې د سولې هوکړې تر لاسلیک مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکایي عسکر موجود و. هافمن وايي دوی به لا هم د ناټو له غړو هېوادونو سره به ګډه د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي او د احتمالي ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې به اقدام کېږي.
































