په هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د درملو د تولید یوه ستره فابریکه پرانیستل شوې ده. د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه پر ۳۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړه شوې او د جامدو، مایعو او نیمهجامدو درملو په درېیو برخو کې د شاوخوا ۳۰۰ ډوله درملو د تولید ظرفیت لري. د فابریکې مسوولین وايي، د درملو د تولید دغه مرکز د نړۍوالو معیارونو له مخې په عصري وسایلو او سیستمونو سمبال شوی او تمه ده د هېواد د درملو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي. د مسوولینو په وینا، په دې فابریکه کې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او شاوخوا زر نورو کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. دوی زیاتوي، د دغه ډول تولیدي مرکزونو فعالیت به د درملو په برخه کې د هېواد پر وارداتو د اتکا د کمېدو او د کورنیو تولیداتو د پراختیا زمینه هم برابره کړي.














