د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د هند سفارت له چارسمبالي یتین پټیل سره په لیدنه کې هند ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي او په دې برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. هاشمي له هند څخه د کام ایر د الوتنو د زیاتولو، د هوايي کارګو د ځانګړو الوتنو د تنظیم او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر د اسانه او چټکولو غوښتنه هم کړې ده. بلخوا، د هند سفارت چارسمبالي ویلي، چې د الوتنو د زیاتوالي، هوايي کارګو او افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو اړوند غوښتنې به له اړوندو هندي چارواکو سره شریکې کړي.














