د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وايي، چې په افغانستان کې یې په سختې خوارځواکۍ اخته د ۳۵۰ زره ماشومانو درملنه کړې ده.یادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۳۵۰ زره ماشومانو، چې ۵۶ فیصده یې نجونې وې درملنه شوې ده.په یاد راپور کې ویل شوي چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ۲۸.۳ میلیونو کسانو دغسې خدمتونو ته اړتیا لرله، چې دا شمیر د مې په میاشت کې ۲۹.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.












