د نیمروز ګمرکي مسوولینو ویلي چې له پاکستانه په قاچاقي ډول راوړل کېدونکي نږدې درې ټنه درمل او خوراکي توکي یې کشف او ضبط کړي دي. د چارواکو په وینا، په دغو توکو کې تقویتي شربتونه، سېرومونه، د درد ضد ګولۍ، وریجې او اوړه شامل وو چې ټول وزن یې څه باندې دوه نیم ټنه ته رسېږي. یاد توکي په درېیو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او د چهاربرجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
































