چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    جوزجان کې د برېښنا رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې

    افغانستان او ازبکستان ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

    افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه

    تاشکند کې؛ د ازبکستان او بېلاروس استازو د افغانستان پر همکاریو خبرې کړې

    سهیل شاهین؛ د قطر لپاره د کویټ له سفیر احمد عبدالرحمن الشریم سره کتلي

    یوناما: پر ملکي وګړو او تعلیمي مرکزونو بریدونه د منلو نه دي

    المان د افغان کډوالو یوه بله الوتکه کابل ته رالېږلې ده

    ضمیر کابلوف په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی

    د کورنیو چارو وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

  • سیمه
    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

    عراقچي او مل پلاوی به له عمان وروسته بېرته اسلام‌اباد ته لاړ شي

    ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ایف اې او: د هرمز تنګي بحران نړیوال خوراکي نظام ګواښي

    پاکستان: امریکا او ایران دې اوربند ته ژمن پاتې شي

  • نړۍ
    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    ټرمپ: ایران کولی شي د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

    هند؛ د الوتکې انجڼ کې د اورلګېدنې له امله ۶ تنه ټپیان شوي

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۰کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

    سپینه ماڼۍ کې؛ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د امنیتي پېښې له امله ګډوډه شوه

  • اقتصاد

    کندهار؛ د لومړي ځل لپاره اماراتو ته د الوچو صادرات پیل شوي

    فرانسه: افغانستان ته نږدې۴۲ ټنه بشري مرستې ولېږل شوې

    برادر: نړۍوال بندیزونه افغانستان کې د پانګونې مخه نه‌شي نیولی

    نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد به روان کال څلور سلنه وده وکړي

    حیرتان بندر کې د نفتي ذخایرو د بیارغونې پروژه پيل شوه

    جوزجان کې د یتیم تاق سمنټو سترې فابریکې عملي چارې پیلیږي

    نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

    د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

نصیر احمد احمدي

احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
in څېرې
0 0
0
نصیر احمد احمدي
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نصیر احمد احمدي د فتح الله احمدي زوی و، چې په ۱۳۵۳ کال کې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې زیږېدلی و. نوموړی په ١٣٥٨ کال ښوونځي کې شامل شو او تر درېيم ټولګي يې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په لیسه کې زده کړې وکړې، خو کورنۍ يې د جنګ جګړو او په دې خاطر چې پلار يې په کابل کې په يوه شخصي شرکت کې دنده درلوده، کابل ته کډه وکړه. هغه وخت يې کور د کابل په خوشال خان مېنه کې و او احمدي د همدې سيمې په يوه ښوونځي کې چې د سپين کلي په نوم يادېده، شامل شو.

احمدي تر نهم ټولګي پورې په سپين کلي ليسه کې زده کړې وکړې، بيا يې د حبيبیې ليسې ته تبدیلې وکړه او په ١٣٧٠ کال کې له نوموړې ليسې څخه فارغ شو.

په ١٣٧١ کال په کابل کې د جنګ جګړو له امله د دوی کورنۍ بيرته کلي ته لاړه او نصير احمد احمدي د خان کلاه په متوسطه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. احمدي د تاريخ او جغرافيه د مضمونونو تدریس کاوه او دوه کاله يې په ښوونځي کې د ښوونکي په صفت دنده تر سره کړه.

نوموړی په یاد ښوونځي کې تر استادۍ وروسته پېښور ته لاړ، هلته يې د يوه کال لپاره د (ډي اې آی) موسسې لخوا يو کرنيز کورس ولوست. په دې کورس کې يې د کرنې په ځينو برخو کې خصوصاً د بڼوالۍ په برخه کې معلومات تر لاسه کړل او وروسته بيا په همدې موسسه کې د کارکوونکي په توګه وټاکل شو.

احمدي به له خپلو نورو همکارانو سره د هېواد ځينو برخو ته سفرونه کول او خلکو ته به يې د بڼوالۍ د ارزښت په اړه معلومات ورکول. دوی به د مېوه لرونکو ونو اصلاح شوي نيالګي او کيمياوي سرې لرو پرتو سيمو ته وړل او له خلکو سره به يې د بڼونو په جوړولو کې مرسته کوله.

احمدي په ډي اې آی کې دوه کاله دنده تر سره کړه  او په  ١٣٧٦کال يې د کانکور ازموینه ورکړه او د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالی شو. نوموړي يو کال پوهنتون ولوست، خو هغه وخت  جګړه وه، د پوهنتون ليليه وتړل شوه او د احمدي په شان ډېرو نورو محصلينو ونه شوای کړای چې  خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

هغه وخت احمدي ايران ته په مزدورۍ پسې لاړ او دوه کاله يې هلته ستړي او درانده کارونه وکړل. نصير احمد احمدي په ١٣۸۰ کال کې بېرته خپل وطن ته راغی او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ.

 نوموړي  له ٢٠٠٣ کال راپدېخوا د بي بي سي راډيو په تعليمي برخه کې دنده تر سره کوله، په پيل کې يې په نوموړې اداره کې د رپورټر دنده پر مخ وړله، خو له تېرو شپږو کلونو راپدېخوا د ماشومانو او لويانو لپاره د فيچر خپرونو د ايډېټر په حیث پر کار لګیا و.

احمدي له مطالعې سره له پخوا مينه درلوده. ده به د ښوونځي پر مهال خپل ډېر وخت د ليسې په كتابتون كې تيراوه. په دې وخت كې احمدي له رسنيو سره كار پيل كړ او د يو خبريال په توگه راڅرگند شو. د خبريالۍ په ډگر كې يې د بي بي سي راډیو له تعليمي برخې سره كار پيل كړ او د ژوند تر اخره په یاده برخه کې پر کار لګیا و. نصير احمد د خوږ ژبي كيسه ليكوال په توگه شهرت لري او لنډو كيسو او ناولونو يې د ډېرو كره كتونكو پام وراړولى دى. د احمدي د کيسو او ناولونو يوه ځانگړنه دا ده چې ډېر انځورونه پکې کلیوالي دي او کليوالي رنگ لري.

د ارواښاد احمدي ناولونه د ولسونو تر منځ د ملي افکارو راویښولو، ذهنیت جوړونې او د ټولنیز سمون لپاره ښه متون دي او پنځول شوي اثار یې د تطبیقي کره کتنې له نظره د سیمې او نړۍ له ناولونو سره سیالي کولای شي.

احمدي له سپوږمۍ راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې په ناول او لنډو کیسو کې یې تل هڅه کړې څو د مظلومو افغانانو د ژوند اصلي انځور وړاندې کړي. د نصیر احمد احمدي همکار آصف عمر وايي، په ۲۰۰۳ کال کې د بي بي سي تعليمي خپرونو ته ارواښاد احمدي را کامیاب شو. د هر بل ځای په پرتله دلته کار ډېر و، خو د دفتر دوستانه فضا هرچا ته د خوښۍ او شوخۍ انرژي ورکوله. په دې منځ کې دوه ملګري تر نورو ډېر شوخ برېښېدل. يو يې نصير احمد احمدي او بل يې صالح محمد صالح و. دوی به يو ځای ګرځېدل، په ښځينه او نارينه همکارانو به يې د «اې چينجنې! يا اې چينجنه!» غږ کاوه. ماته ښه نه ښکارېدل. خو همکارانو بده نه ګڼله. وروسته صالح له دفتره خپه لاړ. ما د نصير احمد په څېره کې داسې خپګان وليد لکه سړي چې ورور له لاسه ورکړی وي. دلته مې سر خلاص شو چې خلک ورڅخه ولې نه خپه کېدل. هغه د مينې او عاطفې يو سمندر و. دغه مينه هغه په شوخۍ کې همکارانو ته ورکوله. ځکه په هغوی خوږه لګېدله. يوه ورځ د ډوډۍ خوړلو خونه کې ناست وو. هرچا د ډوډۍ پر سر د خپل کار ستاينه کوله. ده وويل، ما خپل نږدې دوست اسدالله غضنفر ته وويل چې په دفتر کې مې کار د ډېرو تجربه لرونکو ښځو له کار څخه ښه دی. هغه ويل ښځې پرېږده، له سړيو سره سيالي وکړه.

آصف عمر وايي، د دغو ټولو خوشحاليو او پرمختګونو تر څنګ د نورو په څېر هغه هم درد درلود، ستونزو ځوراوه، په افغانستان کې د ډونرانو د کمکونو کمېدو د هغه په نورو اندېښنو سربېره دا اندېښنه هم وپاروله چې دفتر به وتړل شي. هغه به څه کوي؟ ماته عجيبه برېښېدله. دا اندېښنه بايد نورو درلودی، نه دومره مشهور ليکوال.

آصف عمر وايي، ژوند ښه په درز کې روان و. د نصير جان ټوکو هماغسې د همکارانو په څېرو کې خندا خپروله. له کومې خوا څخه کرونا ميرات‌مړې راپيدا شوه. بيا د ډونرانو زيات کمښت د نورو همکارانو په څېر احمدي ته هم اندېښنه پيدا کړه. مګر له کرونا څخه نه ډارېده. ډېری وخت به يې ماسک نه اچاوه. زما په شمول ډېرو همکارانو ورته د احتياط سپارښتنه کوله. کله کله به يې زموږ د خوشحالولو لپاره ماسک واچاوه، خو وروسته به بيا لڅ مخ ګرځېده. ټوکې به يې کولې. موږ په نظر کې لرل چې په نږدې راتلونکي کې د افغان ماشومانو لپاره د ژوندي کارټون په شکل ويډيويي پارچې جوړې کړو. نصير احمد احمدي په موبايل کې د خپلې لور ويډيو راوښودله. ښايسته تمثيل يې کړی و. هغه ورته ډېر خوشحاله و. ما يې په سترګو کې د اولاد د ښې روزنې غرور ليده. ما ويل کاش چې ټول افغانان د اولاد په روزنه کې همداسې زحمت وباسي. په تېره بيا د لور د زده کړو او پرمختګ په اړه. قسمت داسې و چې بالاخره هغه ناروغ شو. زه د ماشومانو د خپرونو په دفتر کې له همکارانو سره غږېدم، دی راغی، له دروازې څخه يې همکارانو ته سپارښتنې وکړې. وروسته يې وويل چې پر سر يې درد او بې حاله دی. عادي يخ وهلی دی. موږ غلي غلي په شونډو کې موسل چې ګواکې ډارېږي، خو هغه د تګ پر مهال وويل: «چې زما مريضي دا بله محترمه نه وي.»

کرونا يې يادوله، موږ وخندل، بله ورځ مې په احمدي پسې سترګې وغړولې، هغه نه و، دفتر ته ورغلم، څراغ يې مړ و. کله چې له همکارانو څخه د هغه د تکليف له زياتوالي خبر شوم، زنګ مې وواهه، وارخطا و، ما ويل څه تکليف لرې؟ ويې ويل کرونا ده کرونا. داسې تېز غږېده لکه سړی چې په منډه کې چا ته خبره کوي. تسلي مې ورکړه چې کرونا به نه وي. که وي هم دومره خبره نه ده. په ډېرو په اسانه تېرېږي. هاغه لږ کسان چې په تکليفوي هم اکثره يې بېرته جوړېږي. ويل نه وېرېږم. تشويش يې دا و چې بچيان يې غزني ته تللي، دلته يوازې دی، ما ويل خو ته هم لاړ شه، هلته به دې ښه خدمت وشي، دلته به يوازې څه وکړې؟ ويل یې وېرېږم چې هغوی راڅخه ناروغ نه شي، ویل یې دلته مې يو ورور راسره دی، خدمت مې کوي، ما باور نه کاوه چې هغه دې په کابل کې پاتې شي، هغه به له خدایه پلمه غوښته چې وطن ته لاړ شي. همداسې هم وشول. ټلېفون يې کار نه کاوه، ما ويل ځه خو د دوی په ولسوالۍ کې معمولاً ټلېفون کار نه کوي. څو ورځې پس خبر شوم چې تکليف يې بېخي زيات دی. مسېج مې ورته وکړ، راته يې وليکل چې درې ورځې په کوما کې وم، اوس اکسجن اخلم، د بدن اکسجن مې څلوېښتو ته ټیټ شوی و، اوس ښه دی پنځوس دی، هيله يې لرله چې لا به ښه شي، په پای کې يې ليکلي وو «خدای دې خير کړي.»

څه موده وروسته يې ورور په ټلېفون کې وويل چې کابل ته يې درولو. ما ويل ښه کوی، دلته هم ډاکټران ښه دي هم روغتونونه مجهز دي. بله ورځ خبر شولو چې اکسجن يې آن اتياوو ته لوړ شوی دی. په دفتر کې د ټولو همکارانو اميد پيدا شو، هرچا ورته دعا کوله، خو تېر ماسختن(د شنبې ورځ د شپې یوڅه ناوخته) چې مې ټلېفون راواخېست او د هغه د مړينې په باب مې ولوستل سر مې وګرځېد. هغه يوازې زموږ تکړه همکار او خوږ ملګری نه، بلکې په کيسه ليکنه کې د پښتو ادب لمر و. زموږ دا لمر د تل لپاره خاموشه شو. موږ به هاغه ګلالی انسان بيا ونه وينو چې په خپلو خوږو اخلاقو يې همکاران او د کيسو په خوږو يې پښتانه تازه او خوشاله ساتل. زموږ نصيب خدايي خراب دی، چې په موږ کې يو ښه وي يا يې دښمن وژني، يا د خوشحال خټک خبره موږ خپله ورته جلادان شو. اوس خو کرونا راته بل غضب هم پيدا شوی دی. نور مو څه په وس پوره دي؟ بس دعا به ورته کوو.

ښاغلي احمدي په خپل شاوخوا ۲۵ کلن ادبي ژوند کې د خپل ادبي عمر برابر شاوخوا ۲۶ کتابونه ولیکل او ځینې یې وژباړل، چې تر ټولو وروستی لیکلی کتاب یې «د غڼې ځاله» په نوم ناول و، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې چاپ شوی.

سړه سيلۍ، مينه، د واورې سړی او اشر د احمدي د لنډو کيسو ټولګې دي. بوډا او د لېوانو پلونه، رڼا، بړبوکۍ، يوه خبره درته وکم؟ جوجو، اغزن سيم، زرو، د معجزې تيږه ژباړلی ناول، نيکه، بغدادي پير، پټان، اخ، وطنه، ټال، رنګه غوږونه او د غڼې ځاله د نوموړي ناولونه دي. ابوریحان البیروني، کاتب هزاره، موسی شفیق او محمد هاشم میوندوال د نوموړي په قلم لیکل شوي ژوند لیکونه دي.

احمدي په اوس وخت کې د ناول لیکونکي په توګه د پښتنو په لر و بر وطن کې په ځوانانو کې تر بل هر لیکوال زیات شهرت درلود او کتابونه یې ډېر زیات لوستل کېدل، چې هر ناول یې څو څو واره چاپ شوی دی.

خو دې سترې هستۍ د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۹مه د ۴۷ کلونو په عمر خپل ټول مینه‌وال او لوستونکي د تل لپاره پرېښودل او له دې نړۍ څخه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې.

د احمدي مړینې ډېر خلک، د هغه د کتابونو لوستونکي، مینه‌وال او لیکوالان غمجن کړي او پر ټولنیزو رسنیو یې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د پښتو ادب لپاره ستر زیان بللی دی.

شاعر او لیکوال پیر محمد کاروان وايي چې د پښتو ژبې په تاریخ کې به بیا د نصیر احمد احمدي په څېر داسې لیکوال تکرار نشي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ښاغلي احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې پښتو ادب ته لوی زیان بللی دی. د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي: “نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه يې وليکل. نوموړي په خپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل”.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ارواښاد احمدي په روانه او خوږه ژبه ډېر داستانونه او کیسې ولیکلې او د تاریخي ناول لیکنې په برخه کې بې جوړې او کم ساری لیکوال و. هغه په دې وروستیو کې د تاریخي ناول لیکنې لړۍ د هېواد د ملي کلتور او هویت پر بنسټ پیل کړې وه او په دې ترڅ کې یې د هېواد پالنې لپاره ښه ذهنیت جوړونه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د ارواښاد احمدي مړینه د افغانستان د معاصرو داستاني ادبیاتو په برخه کې لویه ضایع بولي.

ارواښاد نصیر احمد احمدي د ۴۷ کلونو په عمر د تېر شنبې په ورځ له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړي جنازه د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In