د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍکې د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت د ایوډین لرونکې مالګې د پروسس یوه فابریکه جوړه او تولید یې پیل کړ. د چارواکو به خبره، دغه فابریکه پنځه ډوله مالګه تولیدوي چې ۲۵۰ کسانو ته په کې په مستقیم او سلګونو نورو ته په کې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده. د دغې فابریکې مسوولین وايي، د سرپرست حکومت هڅې او د پانګونې ملاتړ د دې لامل شوی، چې دغه فابریکه یې له پاکستان څخه هېواد ته راولېږدوله.
































