د بنګلادېش بهرنيو چارو وزير خليل رحمن به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزیر وانګ يي په بلنه د مې له پنځمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي.
د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي، هېواد یې بنګلاېش سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دغه هېواد له نوي حکومت سره به په سياسي چارو کې د متقابل باور د لا ټينګېدو، په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا او د کمربند او لارې د باکيفيته او ګډې ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو پرمختګ به پرمخ بوځي.
































