د چين حکومت د مې په ۴مې نېټې د لبنان حکومت ته د بشردوستۍ دوه جوپې مرستندويه توکي سپارلي دي.
د لبنان حکومت ويلي، د چين دغه مرستندويه توکي به جنګ ځپلو وګړو ته ورسوي او دا به د ځايي بشري حالت په ارامولو کې پوره مرسته وکړي.
په لبنان کې د چين سفير چن چوان دونګ او د لبنان د مرستو د لوړ پوړې کمېټې منشي باسام نابولسي په همدې ورځ په بيروت بندر کې د مرستندويه توکو د سپارلو سند لاسليک کړ.
سفير چن چوان دونګ رسنيو ته ويلي، د چين دغه مرستندويه توکي د چين او لبنان ترمنځ د ژورې او ټينګې دوستۍ څرګندويي کوي او دا یې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ نوښت د تطبيق لپاره د چين مشخص اقدام بللی دی.
نوموړي ويلي، هېواد يې تل د ملي حاکميت، امنيت، ثبات او يووالي د ساتلو په برخه کې د لبنان د هڅو ملاتړ کړی او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
































