تازه شمېرې ښيي، د ۲۰۲۶ کال له پيل څخه د مې تر ۴مې نېټې پورې په چين کې د فلمونو د ټکټونو عواید له ۱۳.۵ ميليارډه يوانو اوښتي وو.
په چين کې د کارګرو نړيوالې ورځې د رخصتۍ په ترڅ کې (د مې له لومړۍ نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې) د فلمي ټکټونو عواید له ۶۰۰ میليونو يوانو ډېر وو.
د سږ کال د کارګر نړيوالې ورځې د رخصتۍ په ترڅ کې د ننداره شویو فلمونو شمېر زيات او د ټکټونو بيې ټيټې ښودل شوې دي.
دا مهال په چين کې د فلم د ټکټ منځنۍ بيه ۳۶.۸ يوانه ده، چې دا د تېرو څلورو کلونو د همدې مودې د ورته بیو په پرتله ټيټه ده.
































