« د قانون د حاکميت په اړه د شي جين پينګ د ويناوو او ليکنو غورچاڼ» د لومړي ټوک انګليسي ژباړه په دې وروستيو کې چاپ شوې او د بهرنيو لوستونکو تر لاسونو رسیدلې ده.
« د قانون د حاکميت په اړه د شي جين پينګ د ويناوو او ليکنو غورچاڼ» لومړی ټوک د چين د کمونېست ګوند د تاريخ او ارشيف څېړنيز انسټيټيوټ له خوا په انګليسي ژبه ژباړل شوی دی.
د دغه کتاب په لومړي ټوک کې د ۲۰۱۲م کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر فبرورۍ پورې د قانون د حاکميت په اړه د شي جين پينګ ډېرې مهمې او اړينې ويناوې ځای شوې دي.
بهرني لوستونکي به د دغه کتاب له لارې د قانون د حاکميت په اړه د شي جين پينګ د مفکورې، په نوې زمانې کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د قانون د تاريخي بدلونونو او لاسته راوړنو او د نړيوال قانون د جوړولو په بهير کې د چين د هڅو په اړه ډېر مالومات ترلاسه کړي.

































