پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بادغیس؛ ۸ تاریخي اثار د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

    اتریش د افغان کډوالو ایستلو لپاره نوې طرحه جوړوي

    هوا حالات؛ د هیواد په ۹ ولایتونو کې نن د شدیدو بارانونو اټکل شوی

    ملګري ملتونه: رواني مشورې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه کولی شي

    په کندوز او سمنګان کې د ۲ روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

    جوزجان کې د برېښنا رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې

    افغانستان او ازبکستان ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

    افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه

    تاشکند کې؛ د ازبکستان او بېلاروس استازو د افغانستان پر همکاریو خبرې کړې

  • سیمه
    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

    عراقچي او مل پلاوی به له عمان وروسته بېرته اسلام‌اباد ته لاړ شي

    ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ایف اې او: د هرمز تنګي بحران نړیوال خوراکي نظام ګواښي

    پاکستان: امریکا او ایران دې اوربند ته ژمن پاتې شي

  • نړۍ
    پنټاګون: له ایران سره د جګړې لګښت تردې دمه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    ټرمپ: ایران کولی شي د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

    هند؛ د الوتکې انجڼ کې د اورلګېدنې له امله ۶ تنه ټپیان شوي

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۰کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

  • اقتصاد
    لوګر؛ د اوبو مدیریت په برخه کې ۱۳ پروژې پلې شوې دي

    کندهار؛ د لومړي ځل لپاره اماراتو ته د الوچو صادرات پیل شوي

    فرانسه: افغانستان ته نږدې۴۲ ټنه بشري مرستې ولېږل شوې

    برادر: نړۍوال بندیزونه افغانستان کې د پانګونې مخه نه‌شي نیولی

    نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد به روان کال څلور سلنه وده وکړي

    حیرتان بندر کې د نفتي ذخایرو د بیارغونې پروژه پيل شوه

    جوزجان کې د یتیم تاق سمنټو سترې فابریکې عملي چارې پیلیږي

    نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

ناسا

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 3, 2021
in معلوماتي خپرونې
0 0
0
ناسا
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ناسا د امریکا فضايي او هوانوردي سازمان دی. کله چې سړه جګړه پیل شوه او روسیې د سپوتنیک په نامه سپوږمکۍ فضا ته ولېږله، امریکا په دې فکر کې شوه چې څو ځان ته یو فضايي ملي سازمان ولري. ناسا په ۱۹۵۸ کال کې د هغه وخت د ولسمشر ایزونهاور په لاسلیک له اوږدو پوښتنو او ګروېږنو وروسته جوړ شو. توماس کیت ګلنان په هغه وخت کې د ناسا لومړنی مدیر وټاکل شو، مرستیال یې هم هیولاتیمر ګومارل شوی و، د ناسا رسمي فعالیت د ۱۹۵۸ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه پيل شو. تر ټولو لومړنۍ سپوږمکۍ یې اکسپلورر ۱ وه.

ناسا خپل لومړنی ماموریت پیل کړ، د لومړي ځل لپاره یې امریکن ایکس ۱۵ له اتو فضانوردانو سره د ځمکې مدار ته ولېږه. د ۱۹۶۲ کال د اپرېل په ۱۲مه یوري ګاګارین د روسیې له لوري فضا ته ولېږل شو او په دې توګه نو هغه لومړنی کس و، چې په فضا کې ښکته شو. یوه میاشت وروسته امریکا هم آلن شپارد، مرکوري رادستون د مرکوري د پروژې له لارې فضا ته ولېږل او په دې توګه دوی لومړني امریکایان وو چې فضا ته ولاړل.

وروسته ناسا کمپنۍ د آپولو پروژه پیل کړه، دا د امریکا او نړۍ په علمي تاریخ کې تر ټولو مشهوره او پېژندل شوې پروژه ده. د ۱۹۶۹ کال د جون په ۲۱مه نیل آرمسترانګ او باز آلدرین د لومړي ځل لپاره د آپلو د ماموریت په لړ کې د سپوږمۍ پر مخ ګام کېښود. په دې توګه دوی لومړني کسان شول چې په فضا کې یې ګام کېښود. د آپولو پروژې په اوږدو کې ۱۲ نارینه وو پر سپوږمۍ ګام اېښی دی. د آپولو ۱۷ ماموریت له تر سره کولو وروسته هېڅ انسان تر اوسه سپوږمۍ ته نه دی تللی او سپوږمۍ ته د انسانانو وروستی سفر و.

وروسته ناسا خپلې پروژې پراخې کړې، د امریکا د حکومت پوره ملاتړ ورسره و، له ۱۹۸۱ تر ۲۰۱۱ کال پورې یې د شاتل په نامه پروژه پر مخ بېوله، د دې پروژې په لړ کې ناسا فضا ته ۱۳۵ پروازونه درلودل، چې په لړ کې یې د چلنجر او کلمبیا په څير فاجعې هم رامنځ ته شوې. ناسا په نړیوال فضايي سټيشن کې شریکه ده، چې له ناسا پرته ۱۵ نور غړي هم لري. د دغه سازمان ۱۱ غړي په اروپايي هېوادونو پورې تړلي دي. ناسا خپل ماموریتونه د سپوږمکیو له لارې تر سره کوي چې تر ډېره یې سپوږمکۍ له ځان سره فضانوردان لېږدوي، خو داسې سپوږمکۍ هم لري چې کوم انسان نه لېږدوي؛ بلکې د کمپیوټر له لارې کنټرولېږي.

د ناسا مدیر په دغه کمپنۍ کې د پرېکړې تر ټولو مهم شخص دی. ناسا ۱۲ مرکزونه لري، د ناسا د عمومي فرمان مرکز، د څېړنو مرکز او دې ته ورته نور مرکزونه پکې فعال دي. د ناسان کلنۍ بودیجه سعودي بڼه لري، چې د امریکا د فدرالي ادارې له لوري ورکول کېږي او په ۱۹۶۶ کال کې یې تر ټولو ډېره بودیجه اخیستې وه چې ۴،۴۱ میلیاردو ډالرو ته رسېده.

مخکې مو هم وویل چې فضا ته لومړنی تللی امریکایی نیل آرمسترانګ نومېږي. کله چې هغه فضا ته د تګ لپاره تیاری نیولو، سلګونه کسان یې نندارې ته راغلي وو، له رنګه زیړ آمسترانګ، د امریکن ایکس فضايي آزمایښتي بېړۍ ترڅنګ ولاړ و او خلکو ته یې خپل ښی لاس ښوراوه، د بېړۍ په څنګ د امریکايي هوايي ځواکونو لیکنه او د امریکا بیرغ رسم شوی و او دغه بېړۍ له تور تیتانیم جوړه شوې وه. په هغه وخت کې ۸ فضانوردانو وکړی شول چې د همدې فضايي بېړۍ په مرسته د ځمکې مدار ته ځانونه ورسوي، دا نو په هغه وخت کې د نړۍ تر ټولو چټکه وسیله وه، چې سرعت یې په یو ساعت کې ۷۲۷۴ کلیومتره و. دغه فضايي بېړۍ اوس هم د امریکا د فضايي وسایلو په یوه ستر نندارتون کې په واشنګټن کې نندارې ته اېښودل شوې ده.

ناسا د شوروي اتحاد له فضايي سازمان سره په رقابت کې را پیدا او وده یې وکړه، کله چې یورې ګاګارین فضا ته ولاړ او په دې توګه یې ځان ته د لومړني داسې انسان لقب خپل کړ، چې د ځمکې پر مدار راګرځېدلی، یوه میاشت وروسته ناسا هم همدا کار وکړ او آلن شپارد یې د کوري فضايي پروژې په لړ کې فضا ته واستاوه. هغه د رادستون ۳ فضايي بېړۍ په مرسته فضا ته واستول شو او د ۱۸۷ کیلومترو په لوړوالي، ۱۵ دقیقې په فضا کې ودرېد. په دې توګه نو هغه لومړنی امریکایی شو چې فضا ته تللی دی.

په ۱۹۶۲ کال کې جان ګلن د مرکوري اطلس ۶ فضايي بېړۍ په واسطه فضا ته ولېږل شو او ۲۶۵ کلیومتره د ځمکې له ساحې لرې شو، هغه په پنځو ساعتونو کې درې ځله د ځمکې تر مدار را وګرځېد، په دې توګه نو لومړنی امریکایی دی چې تر ځمګه را ګرځېدلی دی.

تر مرکوري پروژې وروسته چې موخه یې د ځمکې پر مدار د انسان راګرځېدل او له روسیې سره رقابت کول وو، ناسا نورې پروژې هم طرحه کړې چې په ټولو کې یې ډېرې بریاوې تر لاسه کړې. همدا پروژې وې چې په نړۍ کې د بې شمېره کشفونو لامل شوې.

د جمینای پروژه چې د ۱۹۶۲ او ۱۹۶۶ کلونو تر منځ پیل شوه، جمینای پروژه د ناسا یوه پروژه وه چې اصلي موخه یې د فضايي وسایلو ازمویل وو، دوی غوښتل هغه وسایل او وسایط و ازمويي چې فضا ته لېږل کېږي او فضانوردان باید له هغو ګټه واخلي. د دې پروژې تر ټولو اوږد سفر ۱۵ ورځې وخت ونیو، دوی په دې لړ کې له ځمکې بهر، د فضايي وسایلو پر اتصال، فضايي عملیاتو، د وسایلو ترمنځ ارتباط او دې ته ورته مسایل وڅېړل. په دغه پروژه کې ۱۲ کسه فضا ته ولاړل، چې ۲۸ میلیارده ډالره لګښت ورباندې راغی. دا پروژه همداسې دوامداره وه، دوی د جمینای په نامه ډېر پړاوونه په دې پروژه کې عملي کړل، جمینای درې هغه سپوږمکۍ وې چې دوی بریالي شول دوه کسه د ځمکې پر مدار را وګرځوي. د جمینای څلور فضايي ماموریت فضانوردان لومړني کسان وو چې په فضا کې یې حرکت وکړ، دوی لومړني کسان وو چې له سپوږمکۍ را ووتل او فضا کې وګرځېدل. هینګینز ویټ هغه کس و چې د لومړي ځل لپاره یې لس دقیقې په فضا کې تېرې کړې.

تر جمینای وروسته آپولو پروژه پیل شوه، دا نو د نړۍ او امریکا په علمي تاریخي کې ځانګړې پروژه وه، د دغې پروژې په لړ کې ۱۲ انسانان، د شپږو فضايي بېړیو له لارې فضا ته ولاړل، دغو دوولسو کسانو ټولو د سپوږمۍ پر مخ ګامونه اېښې دي. ځکه د دغې پروژې اصلي موخه د سپوږمۍ پر مخ ګام اېښودل وو. دوی له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۲ کال پورې هر یوه په خپل وار سپوږمۍ ته سفرونه کړي دي. ټول د ساترین سپوږمکۍ پر مټ، د کنډي له فضايي سټيشن سپوږمۍ ته لېږل شوي دي. د دغې پروژې ټول لګښت تر شلو میلیاردو ډالرو پورته و. دا نو هغه څه وو چې د نړۍ په علمي تاریخ کې یې د سپوږمۍ په اړه د څېړنو نوی باب پرانیست او د انسانانو ډېرو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. د آپولو په پروژه کې ټول ۶ پروازونه تر سره شول چې ټول یې بریالي وو. اپولو ۱۷ وروستی او شپږم پرواز و، چې انسان په سپوږمۍ کې وګرځيد او له هغې وروسته ناسا تر دې دمه کوم پرواز سپوږمۍ ته نه دی کړی. البته د سپوږمۍ پر مدار ډېرې سپوږمکۍ او فضانوردان راګرځي، خو پر سطحه یې نه دي ټيټ شوي.

د ناسا یوه بله پروژه د شاتل پروژه وه، دوی د دغې پروژې نوم سپس ټرانسپورټ اېښی و، چې مانا یې فضايي لېږ رالېږد دی. دا نو تر ټولو ستره پروژه وه چې په فضا کې یې د نړیوال فضايي سټيشن لپاره توکې لېږدول او هڅه یې دا وه چې په فضا کې تر ټولو ستر فضايي ساختمان جوړ کړي. د دغې پروژې په لړ کې د امریکا او روسیې فضايي سازمانونه سره یو ځای شول او کوښښ یې وکړ، چې په ګډه خپلې پروژې سره شریکې او د یو بل له تجربو ګټه واخلي. په ۱۹۷۳ کال کې ناسا خپل کارونه پيل کړل، اروپايي هېوادونو هم په دې برخه کې مرسته ورسره کوله، دوی به هغه وسایل د دغې پروژې له لارې فضا ته لېږدول، چې فضانوردانو او یا فضايي وسایلو اړتیا ورته لرله. دوی په دې لړ کې ۱۶ ماموریتونه مخ ته یوړل، یو وخت فضايي نوري تلسکوپونو ستونزه پیدا کړه چې د همدې پرواز په لړ کې ورغول شول.

په ۱۱۹۲ کال کې روسیې او ناسا یوه هوکړه وکړه چې له مخې به یې د فضايي لېږد را لېږد په لړ کې له یو بل سره مرسته کوي، دوی په نړیوال فضايي سټيشن کې د اتصال په هڅه کې وو، په ۱۹۸۶ کال کې چې کله چلنجر توغوندی فضا ته وتوغول شو، په فضا کې یې تر ۷۳ ثانیو وروسته انفجار وکړ، په دې لړ کې ۷ فضانوردان ووژل شول او په دویم ځل په ۲۰۰۳ کال فضايي شاتل له فضا کلمبیا ته د راګرځېدو په حال کې و، چې وچاودېد او ۱۳۵ کسان یې مړه کړل. دغه پروژه په ټوله کې ۱۳۵ فضايي پروازونه لري، چې وروستۍ راکټ یې په ۲۰۱۱ کال کې توغول شوی دی.

نړیوال فضايي تمځای (International Space Station) د ځمکې په ټیټ مدار (low Earth orbit) کې یوه سپوږمکۍ (artificial satellite)  ده چې لومړۍ برخه یې په ۱۹۹۸ کې (مدار) ته ولېږل شوه. دا تمځای نن سبا په فضا کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ ده، چې له ځمکې زیاتره په لغړو سترگو هم لیدل کېدای شي. نړيوال فضايي تمځای له فشاري رغبېلگو (pressurized modules)، بهرنیو اډانو، لمریزو هیندارو، او نورو وسایلو جوړ شوی دی. د دې تمځای د جوړېدو توکي په ټوټو ټوټو د پروټون (Proton) او سویوز (Soyuz) په نامه روسي توغندیو او همدارنگه د امریکایي فضايي ماکوگانو (Space Shuttles) له لارې فضا ته ولېږل شول.

نړیوال فضايي تمځای د روسي سالیوت (Salyut)، الماز(Almaz)، او میر (Mir) او امریکايي سکایلېب وروسته نهم تمځای دی چې وگړي پکې اوسېږي. دا تمځای له تېرو ۱۸ کلونو او د ۲۰۰۰ کال د نومبر په ۲مه د لومړي لېږد (Expedition 1) له رسېدا راهیسې په پر‌له‌پسې توگه هستوگن دی چې دا په فضا کې د وگړیو تر ټولو اوږد موجودیت دی، چې د میر (Mir) ریکارډ یې چې ۹ کاله او ۳۵۷ ورځې و، مات کړی دی. د بېلابېلو فضايي بېړیو لکه سویوز (Soyuz)، پراگرس (Progress)، آټومېټډ ټرانسفر وهیکل (Automated Transfer Vehicle)، ایچ-۲ ټرانسفر وهیکل (H-II Transfer Vehicle، ډرېگن (Dragon)، او سیگنوس (Cygnus) لخوا د دې تمځای د ترمیم چارې ترسره کېږي. تر اوسه پورې د ۱۵ هېوادونو فضانوردانو له دې څخه لیدنه کړې ده.

ناسا وروسته داسې پروژې پیل کړې چې له کوم فضانورد پرته تر سره کېدې، په دې لړ کې یې مریخ او سپوږمۍ ته ډېرې داسې سپوږمکۍ لېږلې دي. دوی یو وخت مریخ ته همداسې یوه سپوږمکۍ ولېږله، اوس هم مشهوره مقوله ده په مریخ کې چې وايي: مریخ نورد په خټو کې بند دی، په ۲۰۱۲ کال کې چې کله دوی مریخ ته رباط ولېږه، هغه په مریخ کې په خټو کې ونښت او د ناسا د کلونو خواري هيڅ شوه، خو دا بندښت هم بې څه نه و، ویې ښوده چې مریخ د ژوند وړتیا لري. په ۲۰۱۲ کال کې د مریخ مشر د رباط په وسیله د لومړي ځل لپاره خپل غږ د مریخ پر مخ خپور کړ، هغه وویل، سلام زه چارلي یم، د ناسا مدیر یم، زه له تاسې سره د ځیرک رباط له لارې خبرې کوم چې اوس د مریخ پر مخ دی.

چارلز بولدن د ناسا اوسنی مدیر دی، د ناسا مدیریت د دغه سازمان د پرېکړو تر ټولو مهم مقام دی، نور مهم چارواکي یې: د مدیر مرستیال، د مدیر علمي مرستیال، د مدیر فني مرستیال، ارشد انجنیر، د اطلاعاتو ارشد افسر، د ټکنالوژۍ او علمي څېړنو ارشد مشاور.

د ۲۰۰۹ کال په مې میاشت کې چارلز بولدن د بارک اوباما له لوري د دغه ادارې مشر وټاکل شو، ډېرو کسانو د ناسا له جوړښت تر دې دمه د دغه سازمان مشرتوب کړی دی. د ناسا بودیجه د امریکا حکومت ورکوي، ویل کېږي چې د امریکا د تخنیکي او علمي بودیجې له ډلې ۴۷ سلنه یې یوازې ناسا ته ورځي. کلنۍ بودیجه یې تر ۱۷ ملیاردو اوړي، د شمېرو له مخې، ۱۸ زره کار کوونکي لري چې د ناسا په بېلو برخو کې فعالیت کوي. دمګړۍ هم په بېلو برخو کې ماموریتونه تر سره کوي، ناسا اداره الوتکې جوړوي، تر ټولو نوې پروژه یې دا ده چې غواړي تر غږ چټکه الوتکه جوړه کړي. دغه اداره د نړۍ په فضايي ادارو کې تر ټولو پر مختللې اداره ده او همدارنګه کارونه هم په لوړه بیه تر سره کوي او قیمتونه یې خورا لوړ دي. اصلي مرکز یې هم په واشنګټن ډي سي کې دی.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In