پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بادغیس؛ ۸ تاریخي اثار د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

    اتریش د افغان کډوالو ایستلو لپاره نوې طرحه جوړوي

    هوا حالات؛ د هیواد په ۹ ولایتونو کې نن د شدیدو بارانونو اټکل شوی

    ملګري ملتونه: رواني مشورې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه کولی شي

    په کندوز او سمنګان کې د ۲ روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

    جوزجان کې د برېښنا رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې

    افغانستان او ازبکستان ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

    افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه

    تاشکند کې؛ د ازبکستان او بېلاروس استازو د افغانستان پر همکاریو خبرې کړې

  • سیمه
    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

    عراقچي او مل پلاوی به له عمان وروسته بېرته اسلام‌اباد ته لاړ شي

    ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ایف اې او: د هرمز تنګي بحران نړیوال خوراکي نظام ګواښي

    پاکستان: امریکا او ایران دې اوربند ته ژمن پاتې شي

  • نړۍ
    پنټاګون: له ایران سره د جګړې لګښت تردې دمه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    ټرمپ: ایران کولی شي د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

    هند؛ د الوتکې انجڼ کې د اورلګېدنې له امله ۶ تنه ټپیان شوي

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۰کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

  • اقتصاد
    لوګر؛ د اوبو مدیریت په برخه کې ۱۳ پروژې پلې شوې دي

    کندهار؛ د لومړي ځل لپاره اماراتو ته د الوچو صادرات پیل شوي

    فرانسه: افغانستان ته نږدې۴۲ ټنه بشري مرستې ولېږل شوې

    برادر: نړۍوال بندیزونه افغانستان کې د پانګونې مخه نه‌شي نیولی

    نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد به روان کال څلور سلنه وده وکړي

    حیرتان بندر کې د نفتي ذخایرو د بیارغونې پروژه پيل شوه

    جوزجان کې د یتیم تاق سمنټو سترې فابریکې عملي چارې پیلیږي

    نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

علامه د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
in پوهنتون
0 0
0
علامه د لوړو زده کړو موسسه
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

علامه د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۳ کال کې یې پر فعالیت پیل وکړ. د علامه د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي رییس او استاد ښاغلي سید محمد علوي وویل، دوی له پیله تر دې دمه دوه پوهنځي، اقتصاد او کمپیوټر ساینس لري. د نوموړي په وینا، له فعالیته څه موده وروسته یې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د جواز اخیستلو چارې هم تقریباً بشپړې کړې وې، چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ خصوصي پوهنتونونو ته د نوو پوهنځیو د جواز د نه صادرولو پر اساس یې چارې وځنډېدې.

ښاغلي علوي همدا راز وویل، دوی اوسمهال د دوو پوهنځیو او څلورو ډېپارټمنټونو په چوکاټ کې خپلې تدریسي چارې پر مخ وړي، چې اقتصاد پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه مالي او اداري او تشبیثات ډېپارټمنټ لري او کمپیوټر ساینس پوهنځی یې هم د شبکې او ډېټابېس ډېپارټمنټونه لري.

د ښاغلي علوي په وینا، دا چې دوی په دوو درسي ټایمونو کې محصلین د لوړو زده کړو لپاره ورغواړي او په ټولګیو کې یې هم د نارینه او ښځینه محصلینو شمېر توپير کوي، نو ویلای شو چې په ټوله کې شاوخوا ۱۰۰۰ محصلین لري چې زیاته برخه یې ښځینه محصلینې تشکیلوي.

ښاغلي سید محمد علوي همدا راز زیاته کړه، دوی تر دې دمه په دریو دورو کې محصلین فارغ کړي او تمه ده چې خپله څلورمه دوره محصلین هم په نږدې وختونو کې فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي.

نوموړی وايي، دا چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، ځوانان د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو لپاره د لوړو فیسونو د ورکړې توان نه لري او فارغ شوي محصلین یې د دندو پیدا کولو په برخه کې ډېر کله له ستونزو سره مخ کېږي، نو د علامه د لوړو زده کړو موسسې د نوو جذب کېدونکو محصلینو کچه هم د نورو خصوصي پوهنتونونو او موسسو په شان د هر کال په تېرېدو سره کمرنګه کېږي او همدا لامل دی چې هر کال د تېر په پرتله کم شمېر نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

د علامه د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي سید حبیب علوي زیاته کړه، دوی له پیله تر دې دمه خپلو محصلینو ته په مختلفه کچه تخفیف ورکړی دی. د هغه په خبره، له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې تخفیف یې په خپل سمیستروار فیس کې تل خپلو محصلینو ته په پام کې نیولی او پر دې سربېره هغو محصلینو ته چې له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، هغه محصلین چې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه دي، یتیمان دي او ورته نور چې ډېرو ته یې په وړیا توګه د لوړو زده کړو امکانات برابر کړي او ډېرو ته یې تر ۵۰ سلنې پورې تخفیف ورکړی او کم تخفیف یې له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې دی. د نوموړي په وینا، د دې هر څه تر څنګ هغو محصلینو ته هم تخفیف ورکوي چې اوس اوس له ښوونځیو څخه فارغېږي او د علامه د لوړو زده کړو په موسسه کې نوملیکنه کوي.

ښاغلي علوي زیاته کړه، دوی د ورځې په دوو درسي ټایمونو کې خپل محصلین د لوړو زده کړو لپاره راغواړي چې یوه یې سهارنۍ دوره ده چې له اتو بجو څخه پیل او تر لس نیمو بجو پورې دوام کوي او بله یې ماښامنۍ دوره ده چې د ماذیګر په څلورنیمو بجو پیل او د ماخوستن تر اوو بجو پورې دوام لري او محصلین پکې خپلو زده کړو ته حاضرېږي.

د ښاغلي سید حبیب علوي په وینا، دوی د خپلو محصلینو لپاره فعال او مجهز کتابتون لري چې ډېر تخصصي او د تحصیلي رشتو اړوند کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي وخت ناوخت مراجعه ورته وکړي، مطالعه پکې وکړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

ښاغلي علوي همدا راز وویل، دوی په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ځینو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره نېکې اکاډمیکې اړیکې لري، چې له هغې ډلې د چین او امریکا هېوادونو له ځینو معتبرو پوهنتونو سره متقابلې علمي اړیکې یادولی شي، چې پر بنسټ یې وخت نا وخت په متقابل ډول یو له بل سره علمي تجربې او لاسته راوړنې شریکوي.

ښاغلي علوي زیاته کړه، دوی تر دې دمه خپلو ټولو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي څو یې له حقوقو او امتیازاتو څخه ګټه واخلي.

د علامه د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول وویل، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا بډاینې په موخه ډېر علمی سمینارونه، ورکشاپونه او پروګرامونه پیل کړي. مجهز کتابتون، مجرب استادان او ډېر نور امکانات هغه څه دي چې د محصلینو د علمي سویې د پرمختګ په برخه کې ترې یاده موسسه کار اخلي. د نوموړي په وینا، پر دې هر څه سربېره دوی د علامه د لوړو زده کړو په موسسه کې تر ۱۴ پورې بهرنۍ ژبې هم تدریسوي، څو محصلین ترې د خپلې علمي پانګې د لا بډاینې لپاره کار واخلي.

ښاغلی سید حبیب علوي وايي، دوی د موسسې د لا ښه والي او پرمختګ لپاره ځینې پلانونه لري چې له هغې ډلې کولای شو د محصلینو او استادانو لپاره د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو، له ټکنالوژۍ څخه لا ډېرې ګټې اخیستنې، د تحصیلي نصاب پراختیا او معیاري کولو، د سمینارونو، ورکشاپونو او علمي پروګرامونو لپاره د یوه لوی او مجهز تالار جوړولو، د عصري او پرمختللي کمپیوټرلب جوړولو او پرمختللي الکترونیکي کتابتون ته چې زرګونه جلده کتابونه به له ځان سره ولري، اشاره وکړو.

د علامه د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي رییس او استاد ښاغلی سید حبیب علوي زیاتوي، که څه هم په هېواد کې فقر، د امنیت نشتون او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د ډېرېدو او خرابېدو په حال کې دی، بیا هم د لوړو زده کړو وزارت خپلې چارې په منظمه توګه پر مخ وړي، خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته منظم پلان او درسي نصاب جوړوي او ښوونیوزو بنسټونو ته پوره پاملرنه لري، خو نوموړي وویل چې د دې هر څه تر څنګ له لوړو زده کړو وزارت څخه ځینې غوښتنې لکه، له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونو د ظرفیت د ارتقا په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي، د نوو پوهنځیو د جواز اخیستلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت لخوا وضع شوي تضمینونه ډېر لوړ دي چې باید پاملرنه ورته وشي، پوهنتون ته د موسسو د ارتقا په برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي او همدارنګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د علمي څېړنو په برخه کې له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره همغږي ولري او پاملرنه ورته وکړي. هغه وايي، په مساوي ډول د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو تر منځ د تحصیلي بورسونو وېش ته باید د لوړو زده کړو وزارت لا ډېره پاملرنه وکړي او استادانو ته یې له هېواده د باندې په علمي سمینارونو، ورکشاپونو او علمي پروګرامونو کې د ګډون کولو فرصتونه برابر کړي څو یې علمي سویه او پانګه لا بډایه شي او په پرمختګ کې ورسره مرسته وکړي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In