پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    بادغیس؛ ۸ تاریخي اثار د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

    اتریش د افغان کډوالو ایستلو لپاره نوې طرحه جوړوي

    هوا حالات؛ د هیواد په ۹ ولایتونو کې نن د شدیدو بارانونو اټکل شوی

    ملګري ملتونه: رواني مشورې د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه کولی شي

    په کندوز او سمنګان کې د ۲ روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

    جوزجان کې د برېښنا رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې

    افغانستان او ازبکستان ۱۶ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

    افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه

    تاشکند کې؛ د ازبکستان او بېلاروس استازو د افغانستان پر همکاریو خبرې کړې

  • سیمه
    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

    عراقچي او مل پلاوی به له عمان وروسته بېرته اسلام‌اباد ته لاړ شي

    ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ایف اې او: د هرمز تنګي بحران نړیوال خوراکي نظام ګواښي

    پاکستان: امریکا او ایران دې اوربند ته ژمن پاتې شي

  • نړۍ
    پنټاګون: له ایران سره د جګړې لګښت تردې دمه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    ټرمپ: ایران کولی شي د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

    هند؛ د الوتکې انجڼ کې د اورلګېدنې له امله ۶ تنه ټپیان شوي

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۰کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

  • اقتصاد
    لوګر؛ د اوبو مدیریت په برخه کې ۱۳ پروژې پلې شوې دي

    کندهار؛ د لومړي ځل لپاره اماراتو ته د الوچو صادرات پیل شوي

    فرانسه: افغانستان ته نږدې۴۲ ټنه بشري مرستې ولېږل شوې

    برادر: نړۍوال بندیزونه افغانستان کې د پانګونې مخه نه‌شي نیولی

    نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد به روان کال څلور سلنه وده وکړي

    حیرتان بندر کې د نفتي ذخایرو د بیارغونې پروژه پيل شوه

    جوزجان کې د یتیم تاق سمنټو سترې فابریکې عملي چارې پیلیږي

    نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

  پاناسونیک

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
in معلوماتي خپرونې
0 0
0
  پاناسونیک
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پاناسونیک، د ماتسوشیتا الکترونیکي شرکت پخوانی نوم دی. دا څو ملیتي جاپانی شرکت دی، چې مرکزي دفتر یې د اوساکا ښار په کادوما کې دی. پاناسونیک شرکت، په ۱۹۱۸ کال کې د کونوسوکه لخوا د ماتسوشیتا په نامه جوړ شو. دوی د اوږدو کلونو لپاره د الکترونیک په برخه کې فعالیت وکړ. دوی د مخابراتي وسایلو د جوړولو په برخه کې مخکښ و. پانسونیک د جاپان د الکترونیکي شرکتونو په منځ کې موقعیت لري. سوني، هیتاچي، شارپ، توشیبا او پاناسونیک د جاپان تر ټولو سترو الکترونیکي شرکتونه دي. دوی نه یوازې په جاپان کې، بلکې په نړۍ کې هم د سترو الکترونیکي شرکتونو په نامه مشهور دي. سترې الکترونیکي دستګاوې او وسایل په همدې شرکتونو کې جوړېږي.

دغه شرکت په ۲۰۱۲ کال کې په نړۍ کې د ټلوېزیون تر ټولو ستر تولید کوونکی شرکت و. دوی د الکترونیکي وسایلو په برخه کې له ډېرو مودو راهیسې مخکښ دي. تر ټولو ډېر باور د تصویري وسایلو، لکه ټلوېزیوني کامرو او اړوندو وسایلو د تولید او پلور په برخه کې لري.

کونوسکه د دغه شرکت بنسټګر دی. هغه خپل فعالیتونه د الکترونیک په برخه کې هغه وخت پيل کړل، چې په هیتاچي شرکت کې یې کار کاوه. هغه په ۱۹۱۸ کال کې د ماتسوشیتا الکترونیکي وسایلو د جوړونې فابریکه جوړه کړه. په لومړیو کلونو کې یې یوازې لامپونه، برقي اتوګان، ولډرونه، او دې ته ورته ساده او لومړني شیان جوړول. په ۱۹۲۷ کال یې د نېشنل تر برنډ لاندې نور لامپونه تولید کړل چې د جاپان په بازارونو کې یې ځانګړي مینه‌وال لرل. د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې ماتسوشیتا کمپنۍ د اسیا وچې په ډېری هېوادونو کې د الکترونیکي وسایلو پلور او تولید ته پراختیا ورکړه. دوی بې سیمه الکترونیکي وسایل، لومړنۍ الکترونیکي ټوټې، لامپونه او اړوند وسایل نورو هېوادونو ته هم صادرول. د دوی کارونه د جګړو له امله یو څه ګډوډ شول، دوی نوي پر پښو درېدلي وو، خو دویمې نړیوالې جګړې یې کار خراب کړل.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، ماتسوشیتا بیا پرېکړه وکړه، چې خپل کارځای بیا ورغوي. دوی نوي محصولات د جاپان بازارونو ته وړاندې کړل. دوی راډیو، بایسکل او نور د کور د اړتیا وړ توکي بازار ته وړاندې کړل. ماتسوشیتا یا اوسني پاناسونیک شرکت پرېکړه وکړه څو داسې وسایل تولید کړي چې له جګړې وروسته کورنیو او هېوادونو ته په درد وخوري. د شرکت رییس د خپل یوه خپلوان لپاره سانیو شرکت جوړ کړ. دغه شرکت به ډېر ابتدايي او د اړتیا وړ توکي تولیدول، خو دغه شرکت دومره وده وکړه چې د پاناسونیک په ستر رقیب بدل شو. نور نو دغه شرکت په دې بریالی و چې ډېری شرکتونه مات کړي او د الکترونیکي وسایلو او ټوټو په تولید کې خپل ځای پیدا کړي. له ډېرو رقابتونو او ضربو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې پاناسونیک په دې بریالی شو، چې سانیو شرکت واخلي.

پاناسونیک د ۱۹۵۰ ،۶۰ او ۷۰ یمو لسیزو په لړ کې د کورنیو وسایلو د تولید په برخه کې د نېشنل برنډ ته پراختیا ورکړه. تر همدې نامه لاندې به دوی خپلو تولیداتو ته ادامه ورکوله. نېشنل برنډ د نړۍ ډېرو هېوادونو ته پراختیا ورکړه، په نږدې ټولو اسیايي هېوادونو کې تاسې د نېشنل برنډ لرونکي الکترونیکي وسایل چې هغه وخت قیمتي وو، پیدا کولی شوی. وسایلو یې لوړ کیفیت درلود. ټلویزیون، راډیو، مخابراتي وسایل، برقي جارو، یخچال، غږېز وسایل، تصویري وسایل، د غږ د ثبت وسایل او دې ته ورته نور شیان هغه څه وو، چې پاناسونیک کمپنۍ د نېشنل تر نامه لاندې تولیدول.

په ۱۹۶۱ کال کې کونوسوکه ماتسوشیتا امریکا ته سفر وکړ. هغه کوښښ وکړ چې هلته د الکترونیکي وسایلو له سترو شرکتونو سره وګوري. نو همدلته یې پرېکړه وکړه چې د امریکا د بازارونو لپاره به د پاناسونیک تر برند لاندې ټلوېزیونونه جوړوي. دوی همداسې وکړل، دغه ټلوېزیونونه ډېر مشهور شول. امریکايي بازارونو ته یې لاره پيدا کړه او د مشتریانو له تاوده هرکلي سره مخ شول. ماتسوشیتا شرکت په ۱۹۶۵ کال کې د تکنیکس تر برند لاندې لاسپيکرونه تولید کړل. دغه برخه نو ډېره مشهوره شوه، دا لاسپیکرونه په ډېر لوړ کیفیت تولیدېدل او په نړیواله کچه په یوه برنډ بدل شول.

د ۱۹۷۰یمې لسیزې په نیمايي کې پاناسونیک ټلوېزیونونه، د اسیا او منځني ختیځ هېوادونو ته هم ورسېدل. دوی ډېرې بریاوې په دې برخه کې تر لاسه کړې. وروسته له دې چې پاناسونیک ټلوېزیون په اسیا او امریکا کې ډېر شهرت پیدا کړ، نو په دې توګه یې کوښښ وکړ چې اروپايي هېوادونو ته خپله لمن وغځوي. په ۱۹۷۹ کال کې د دغه برنډ ټلویزیونونه اروپايي بازارونو ته ورسېدل. دوی هلته هم په بریالۍ توګه خپل بازار ګرم وساته، په لوړ کیفیت سره یې وکړی شول چې خپل حریفان مات کړي او بازار خپل کړي.

د ۱۹۸۹ کال د اپرېل په ۲۷مه کونوسوکه، ماتسوشیتا چې دغه کمپنۍ یې جوړه کړې وه او تر ټولو ستر بنسټګر او پیاوړی مدیر یې و، د ۹۴ کلونو په عمر ومړ. له هغه وروسته د دې کمپنۍ مدیریت نورو کسانو ته پاتې شو. په ۱۹۹۰ کال کې ماتسوشیتا کمپنۍ پرېکړه وکړه، چې د امریکا د رسنیو شرکت یا اېم سي ای وپېري. دوی دغه شرکت په ۶،۵۹ میلیارده ډالره واخیست. پنځه کاله دغه شرکت له پانسونیک سره و، پنځه کاله وروسته یانې د ۱۹۹۵ کال په اپرېل کې یې د همدې شرکت ۸۰ سلنه سهام د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت پر سیګرم کمپنۍ وپلورل.

د ۲۰۰۶ کال په جون کې پانوسنیک نور د انالوګ ټلوېزیونونو تولید چې هغه وخت یې د دې کمپنۍ ۳۰ سلنه تولید تشکیلاوه، ودراوه او یوه میاشت وورسته یې د هغه پر ځای د ډیجیټل ټلوېزیونونو تولید ته مخه کړه. دوی نو دا نوښت وکړ او هڅه یې دا وه چې خپلې موخې تر لاسه کړي. د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې چې کله له خپل رقیب شرکت، سانیو سره چې همدې پاناسونیک جوړ کړی و، په مذاکراتو لګیا وو، څو دغه دوه شرکتونه په یو بل کې مدغم کړي، وروسته پرېکړه وشوه چې پاناسونیک به د سانیو ۵۰،۲ سلنه سهام اخلي او په دې توګه به نو د سانیو مدیریت د پاناسونیک لاس ته لوېږي. د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې دواړه شرکتونه سره یو شول او اوس سانیو د پاناسونیک تبعه شرکت بلل کېږي.

د ۲۰۱۰ کال په جون کې پاناسونیک د پانسونیک الکترونیک ورکس او سانیو پاتې سهام هم د ۹،۴ میلیاردو ډالرو په مقابل کې واخیستل. دوی همداسې کوښښ کاوه چې شرکت لوی کړي او په دې توګه هغه واړه شرکتونه چې د دغه شرکت په آشیه کې فعالیت کوي، تر یوه چتر لاندې راولي. د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې یې پایونیر شرکت وروسته له هغه واخیست چې ټلوېزیونونه یې نور نه تولیدول او دغه لړۍ یې درولې وه. پاناسونیک یې ټولې شتمنۍ واخیستې او په دې توګه یې له ځان سره یو ځای کړې.

پاناسونیک په ۲۰۱۰ کال کې پرېکړه وکړه چې د خپلو کارکوونکو شمېر ۴۰ زرو کسانو ته چې هغه وخت یې د ټولو کارکوونکو ۱۰ سلنه جوړوله، راټيټ کړي. دوی د خپلې دغې پرېکړې علت د کارونو په سمه توګه تر سره کول او د وظیفوي تداخل مخنیوی وباله. دوی غوښتل چې د کارونو د تر سره کولو پروسه نوره هم ساده شي او د کارکوونکو د زیاتوالي مخه ونیول شي.

پاناسونیک خپل فعالیتونه له دې وروسته په پوره ځواکمنتیا پیل کړل. دغه وخت نو پاناسونیک په یوه برنډ بدل شوی و. هر چا یې د وسایلو د کیفیت او ښه‌والي صفتونه کول. پاناسونیک اوس هم د الکترونیکي وسایلو یوه ستره برخه تولیدوي. الکترونیکي وسایل، د الکترونیکي صنعت وسایل، ټلوېزیونونه، ډي وي ډي، د غږونو د ثبت وسایل، د عکس او ویډیو کامرې البته ډیجیتل، د کور لپاره برقي وسیال، لکه برقي جارو، یخچال، مایکروویو، د لوښو مینځلو ماشین، د کالیو مینځلو ماشین، مخابراتي وسیال، امنیتي وسایل او کامرې، د فوتوکاپۍ، فکس او پرینټ وسایل، بې سیمه او سیم‌دار ټلیفونونه، کمپیوټر او دې ته ورته سلګونه ارزښتناک او مهم الکترونیکي وسیال هغه څه دي چې پاناسونیک یې تر بېلو برنډونو لاندې تولیدوي.

نشنل د پاناسونیک ډېر پخوانی برنډ دی، دغه برنډ یا څانګه په ۱۹۲۵ کال کې جوړه شوه او موخه یې دا وه چې تر جګړې وروسته کورنیو ته د اړتیا وړ توکي تولید کړي او تر ۲۰۰۸ کال پورې یې په ستره پیمانه الکترونیکي وسایل تولید کړل.

تکنیکس، دا د پاناسونیک بل برنډ دی. دغه برخې لکه مخکې مو چې هم یادونه وکړه، لاوډسپیکرونه تولیدول. دوی لوړ کیفیت درلود، د دغو وسایلو تولید او کیفیت د دې سبب شو چې تکنیکس پر نړیوال برنډ بدل شي. دوی په دې برخه کې لاوډسپیکرونه، د غږ د ثبت وسایل، د غږ د خپراوي وسیال، د لنډو څپور راډیوګانې او نور تولیدول او په ډېر کم وخت کې یې محصولات د نړۍ ۵۰ هېوادونو ته ورسېدل. خو له دې ټولو بریاوو سره سره په ۲۰۰۲ کال کې دغه شرکت ودرېد او محصولات یې هم د پاناسونیک په نامه بازار ته وړاندې کېدل، خو په ۲۰۱۴ کال کې پاناسونیکس بېرته اعلان وکړ چې دغه برنډ به له سره رغوي.

سانیو، سانیو هم د پاناسونیک یو څانګه وه، چې وروسته یې ډېره وده وکړه او د دې جوګه شوه چې له پاناسونیک سره رقابت وکړي. بالاخره پاناسونیک یې دې ته مجبور کړ چې دغه کمپنۍ واخلي. د دغه شرکت اصلي دفتر هم د اوساکا موریګوچي کې دی او اوس د پاناسونیک تر چتر لاندې فعالیت کوي. د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۲۱مه پاناسونیک د سانیو ۵۰،۲ سلنه سهام واخیستل، چې په دې توګه یې د دغه شرکت د ډېری برخو مدیریت په لاس کې واخیست. په ۲۰۱۰ کال کې یې پاتې سهام هم واخیستل او دغه شرکت یې په پوره توګه تر خپل کنټرول لاندې راوست.

پاناسونیک د الکترونیک برخې یو ستر شرکت دی. الکترونیک نن سبا په نړۍ کې ډېر پر مخ روان دی. برښنايي نړۍ د پرمختګونو په حال کې ده او په دې برخه کې فعال شرکتونه هم هڅه کوي چې ځان د نړۍ د اوس وخت له غوښتنو سره سم کړي. پاناسونیک په ۲۰۱۲ کال کې ۵۲،۲۱۶ میلیونه جاپاني ینه د څېړنې او تحقیق په برخه کې پانګونه کړې وه، چې دغه شمېره د دغه شرکت د ټولو عوایدو ۶،۶ سلنه برخه جوړوي. د ۲۰۱۲ کال د مارچ تر لومړۍ نېټې ۱۴۰ اختراعاګانې د دې ادارې په نامه ثبت شوې دي.

دغه شرکت اوس هم د الکترونیکي وسایلو د تولید په برخ کې پراخ فعالیت لري، کلنی عاید یې ۷،۸۴۶ تریلیونه ډالرو ته رسېږي او په دې برخه کې یې ۵۳ سلنه عاید د جاپان له بازارونو، ۲۵ سلنه، د اسیا له بازارونو، ۱۲ سلنه د امریکا له بازارونو او ۱۰ سلنه د اروپا او افریقا له بازارونو تر لاسه کېږي. اوس نو پانسونیک یو شرکت نه دی، بلکې د شرکتونو یوه ډله ده. پوهېږی، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغو شرکتونو شمېر چې د پاناسونیک په نامه فعالیت کوي، ۵۸۰ ته رسېږي او ۳۳۰ زره کارکوونکو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مستقیمه او غیر مستقمه توګه کار ورسره کوي.

پاناسونیک کمپنۍ په ټولنیزه برخه کې هم فعاله ده. په سپورتي برخو کې له بېلابېلو ټیمونو ملاتړ کوي او دوی ته د ښو لوبو او سیالیو زمینه برابروي. دوی بشریت ته په مساوي خدمت ژمن دي او هڅه کوي چې د خپلو مشتریانو اړتیاوو ته په کتو دوی ته وسایل تولید کړي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In