د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی دی چې دې هېواد پرون خپل لومړنی د غږ تر سرعت چټک بالستیک میزایل وښوده. ایرنا اژانس د دغه میزایل تصویرونه خپاره کړي دي او ویلي دي چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي، د سپاه پاسدران قومندانانو او ځینو نورو مقاماتو د میزایل د ښکاره کېدو پروګرام ته ورغلي وو. د دغه میزایل نوم «فتاح» دی. د سپاه پاسداران یو لوړ پوړي قومندان امیر حاجي زاده ویلي چې دا میزایل ۱۴۰۰ کیلو میتره واټن وېشتلی او هر ډول دفاعي سپر ماتولی شي. ایراني چارواکي وايي چې د هایپرسونیک میزایل سرعت له غږ څخه شاوخوا پنځه برابره چټک دی. ایران تېرکال اعلان کړی و چې د غږ تر سرعت چټک میزایل یې جوړ کړی.

































